له نظر نه وتی

 

د یادونو مازدیګر

له زړه نه وتی، له نظر نه وتی
له خیاله وتې له ځګر نه وتی

هغه چې ما ورته منګي ډکول
نن مې دمینې له ګودر نه وتی

نور ېئ په غاړه زنګول نه غواړم
امیل د وصل له ټټر نه وتی

چاچې روژې د وصال پریښودلئ
نن له برات نن له اختر نه وتی

نه ېې شته ځای نور په غزل کې زما 
اوس د یادو له مازدیګر نه وتی

ولې به څاڅکې ترینه نه بهیږي
نصیب د زړه مې له خنجر نه وتی

رڼا.م

د ژوند له هرې …

د ژوند له هرې نوې ورځ سره نوې هیلې او ارمانونه زیږیدل کیږي. د ژوند په هره نوې ورځ کې باید صرف تازه،نوو هیلو او اندونو ته ځای ورکړو، ځکه که چیرته پرونی غم او اندیښنه په کې ګډه کړو، نور بیا خو مو د ژوند نوې ورځ هم زړه کړه.
رڼا.مومند

د هر انسان د ژ…

د هر انسان د ژوند درد د هغوې د سترګو په پټ نظر کې لیدلې شو. خو دابه هم ووایم، چې د داسې ارزښتمنې او پټې خزانې موندل د هر کمزوري نظر او ویده شوي ضمیر د خاوند کار نه دی.
رڼا.م

عذاب

تامې په خوله کیسه د زړه اوریده
ما درته سترګو کې کتاب ختم کړ
رڼا، چې پورته دې لیمئ کړې راته
د زړه په کور دې نن عذاب ختم کړ

Love is the mo…

Love is the most powerful force in the universe.It allows one to feel connected to all of creation every moment of their lives.
مینه په نړې کې له ټولو نه ستر ځواک ده. مینه یو کس په دې توانوي، چې د نړې له هر ډول موجود سره د ژوند په هره شیبه کې د اړیکي احساس ټينګ کړي.
رڼا.مومند