زما ورک شوی نس…

زما ورک شوی نسل

نن مې د ورک نسل دردونه شمیرل
زما ورک شوی نسل د ( ورک شوي سپاهي)
په شان کیسه پاتې شوه
نن مې ګریوان کې د لټوڼ ګډه وم
او خپل سوال ته مې جامې د ځواب
ور لټولې داسې
مونږه د زړه له دسترخوان نه څومره
د غم ډوډې وخوړه
مونږه د زړه تنده په خپلو اوښکو
هره شیبه ماته کړه

زما درد مند نسل ته
هره شیبه هره ګړې مړینه وه
زمونږ ماضي زمونږه اوس حالت کې
مړواوي ګلونو د ارمان وژړل
ای د بادونو په اوږو ورک شوې
ای د جګړې تورې بلا روزلې
ای د افغان بچیه!

زما ادې د وطن
نن هم په لټه کې، زما د نسل
خاورې په سر بادوي
او لالهانده ګرځي
خو زما ورک او بې درمانه نسل
د خپل ارمان په مزار
مشال د زړه لګوي
او څاڅکې څاڅکې د زړه وینې ژاړي
رڼا.م

د یادونو باران…

د یادونو باران

لکه وریځ چې د تودوخي
په موسم کې را ښکاره شي
مینه راوړي هیله راوړي
جل وهلو ګرمو زړو ته
ته هم داسې واوریږه
دا زما د زړه په للمو
دلته ګوره وچکالي ده
او باران د دیدن غواړي
لږ مې غږ د زړګي واوره
ستا یادونه مې یادیږي!
څاڅکې څاڅکې د باران شه
وچکالیو د خاطر ته
راشه لږ ګړئ را پیښ شه
د یادونو مازدیګر ته
………….
رڼا.م

زه، ګیله منه ل…

زه، ګیله منه له دنیا داسې په څه ګرځمه؟
چې خپل زړګې رانه جلا په لار روان وینمه
تل به ګریوان د ژوندانه همداسې لوند ګرځوئ
رڼا،اورښت دې چې د سترګو د باران وینمه!
رڼا.م

همت زما د شون…

همت

زما د شوندو، ویده شوئ موسکا وتخنوي
دا ستا د نوم، د هریو ټکي له ښکلا نه ځار شم

هلته چې سترګو د مجنون کې هیلې و ځلوي
شرنګ د پایزیبه، ستا له هغسې لیلا نه ځار شم

مطرب تر څو چې خندوې شې، مړاوي زړونه زمونږ
زه دې د ګوتو د رباب سره خندا نه ځار شم

چا چې د مینې په نوم زړه د هر انسان ګټلې!
زه ېې د ګل غوندي زړګي او له ادا نه ځآر شم

چې سر په دار لکه منصور انکار د مینې نه کړي
دغه همت،دغه قسم ،داسې ريښتیا نه ځآر شم

چیرته چې مړه نه شوه په لاس د توپانو کې راته
د ژوند تیارو کې دې زه له دغسې (رڼا) نه ځار شم
رڼا.م

ust 3 د هیلو لل…

ust 3
د هیلو للمې

دا ستا د دو ورځو خندا له لاسه
ما خو په اوښکو ژړیدل زده کړي

ته ېې د غم په میو، ښه ډکوه
ما ېې په سرکې تشول زده کړي

خوږلن زړګیه، ستا پښتون نظر نه
ما بې فریاده کړیدل زده کړي

للمو د هیلو،ګوره مړاوې نه شی
ما په لیمو اوبه کول زده کړي

نصیبه ستا د کلک زړګي له لاسه
ما په ژړا کې خندیدل زده کړي

رڼا، شغلې د زړه په کور وساته!
اوس مې تیارو کې لټول زده کړي

رڼا.م

یوه پوښتنه؟ ا…

یوه پوښتنه؟

اوښکې چې باران شي بیا ترې څه جوړ شي
غم چې د جانان شي بیا ترې څه جوړ شي

ګل چې د بل چا له بڼ نه ته غواړې
هسې که ارمان شي بیا ترې څه جوړ شي؟

وریځې دخاطر به دې په زړه ژاړي
خړ چې دی اسمان شي بیا ترې څه جوړ شي

سترګې ېې ړندې، کاڼه غوږونه شي
مړ چې ېې وجدان شي بیا ترې څه جوړ شي؟

مست وي د غلیم د لاس په لوبو کې
داسې که ګریوان شي بیا ترې څه جوړ شي؟

ګواښ چې د وطن د مور پلو ته وي
دا مو چې افغان شي بیا ترې څه جوړ شي؟
رڼا.م

د زړه کمال ست…

د زړه کمال

ستا چې د راتلو لمنه ټوله شوه
دلته د سپرلو لمنه ټوله شوه

ګل د انتظار په زړه کې وویل
بیا د ټوکیدو لمنه ټوله شوه

اوښکې د خاطر په سترګو وژړل
دا چې د ګیلو لمنه ټوله شوه

برخې ازلي چې ویشیدئ په مونږ
ماته د خوږو لمنه ټوله شوه

خیال چې د خندا په غیږ کې پریوته
بیا ېې د اغزو لمنه ټوله شوه

دا وګوره ستا د زړه کمال،رڼا
نن چې د تیارو لمنه ټوله شوه

رڼا.م

په یوه لاره کې…

په یوه لاره کې مې واریدلې
ستا د راتګ زما د تلو خبرې

زما ېې سترګې هیرولې نه شي
ستا د ګلاب ګلاب لیمو خبرې

د زړه بیدیا د دیدن تږې ده نن
کړه د باران د اوریدو خبرې

سپینې کوترې د اشنا له غیږې
د زړه په بام کړه د ختو خبرې

بیا به ېې شوڼډو کې هم ذکر نه کړم
ستا ګوډې ماتې بې وعدو خبرې

چې ېې عمل د میړنو نه وي نور
په کار مې نه دي د پښتو خبرې

رڼا، راځه چې نن رڼا خپره کړو
نورې به نه کړو د تیارو خبرې

رڼآ.م

ویره

ما مې لپو دلاسو کې ګله
دانه دانه د زړه ارامان وکاره
بیا مې د سترګو د اسمان له لورې
باران د اوښکو پرې را اوراوه
هلته مې ګل د ارمان وغوړیده
پاڼې د رنګ ېې ګلورینې شولې
هغه ګلاب د خاطر نن وینمه
بیا په مستې د ارمانو خندیږي
خو زه ویږم که ريښتیا ووایم
نور مې اسمان د سترګو نه ژړیږي
ځکه چې اوښکې نورې پاتې نه شوې
ډیره ویریږمه له دې خاطره
د ارمان ګل مې رانه مړاوې نه شي
رڼا.