که په سر کې د سودا وي د وژلو
که په زړه اوبه کوي د نفرت زړي
که مرام دی د ژوندون نابودول وي
که هدف دی د سرو وینو تویول وي
زه منکره یمه ستا له دی مذهبه
فاصله غواړمه ستا له جهالته
ته خو مینه او خندا لیدلي نه شي
که په بم او په باروتو کې انسان ته
هر پیغام زمونږ د رب په رسیدو وي
که دې زړه کې میلمنه بلا د کرکي
که وطن مې تل ټپونه ستا په شا وړي
که يي ساه وي بنده بنده په سلګو کې
که مې ښځه که ماشوم که مې انسان وي
ته ډالې ورته د مرګ په جامه ورکړي
تاته کوم جنت چې هلته منل شوي
تا ګټلي دا جنت وایه په څه دی
د انعام د ژوندانه د ختمیدو دي؟
دا د کوم مذهب دستور دی راته وایه؟
ځان وژنه، د ولس وژنه ګوره
ستا ژوندون به پيل کیږي چې بل مړ شي؟
اې اغیار د هري ساه د بشریته
زه منکره یمه ستا له دی مذهبه
فاصله غواړمه ستا له جهالته
ای د وینو تویولو ستر جلاده
ته روږد شوی په څټلو د زخمو يي
ته په نوم د جهالت او په مذهب کي
پلورل شوي د غلیم د تماشو يي
په مذهب زما اسلام کې بې غیرته
تویول د وینو نشته په انسان کې
ځورول د خزنده هم لا حرام دي
دا مذهب کې چې اسلام ته ورته وایې
ماته مینه او صفا ده ډالي شوي
ماته سوله او ښکلا ده ښودل شوي
زه به اوښکې د بل چا ته ځوابګویه
زه به غواړمه بښنه زما ربه
تر عبده تر قیامته ملامته
ته په بل مذهب لوی شوي یی خونخواره
نوم زما د مذهب مه اخله غداره
نن زما او ستا مذهب دی جلا شوی
زه منکره یمه ستا له دی مذهبه
فاصله غواړمه ستا له جهالته