تا سره

تاسره د زړه خبر په خوله غواړم
سترګو کې مې سترګو ته کاته غواړم
نن مې ملنګي په ځان منلې ده
دا چې دې په زړه کې اوسیده غواړم
رڼا.م

د زړه فریاد

 

څومره سکوت د زړه په کور کې خور دی

څومره اسرې په کې ګونګې پاتې دی

څومره ساړه ساړه اهونه لرم

د سترګو زور مې نور توان نه لري

چې مې ویالې د اوښکو وژړوي

نن مې د زړه بیدیا ته ورغلمه

هلته مې کور د سور غاټول ولیده

دومره داغونه مې په زړه ډیر شوي

چې نور ېې توان د شمیر زه نه لرمه

څومره بې وسه ستا له لاسه شومه

نن مې د ژوند ډیوې په زور وژړل

دا چې سکوت زما په ژبه پروت دی!

دلته د زړه کیسه په خوله لرمه!

نن مې سکوت د زړه په خولې ماتوم

زړه مې له تانه لیرې لیرې اوسي!

خو زما سوړ او بې نفسه وجود

دلته د ژوند په نوم کې شپې تیروي

ته راته واېې چې سکوت ولې کړې؟

ته مې له مړ وجوده ژوند غواړې نن؟

واه، زه خو حیرانه یم چې څه ووایم

چا چې مرې باندې لاسونه راته

او غرغره په دار تړلې یمه

نن ترانې راکې د ژوند لټوې؟

د ژوند ترانه؟

څومره سکوت د زړه په کور کې خور دی

څومره اسرې په کې ګونګۍ پاتې شوی

څومره ساړه ساړه اهونه لرم

د سترګو زور مې نور توان نه لري

چې مې ویالې د اوښکو وژړوي

نن مې د زړه بیدیا لیدو ته لاړم

هلته مې کور د سور غاټول ولیده

د زړه داغونه ېې له شمیره وتي

څومره بې وسه ستا له لاسه ومه

نن مې د ژوند ډیوې په زور وژړل

دا چې سکوت زما په ژبه پروت دی

دلته د زړه کیسه په خوله لرمه!

نن مې سکوت د زړه په خولې ماتوم

زړه مې له تانه لیرې لیرې اوسي

خو زما سوړ او بې نفسه وجود

دلته د ‘ژوند’ په نوم کې شپې تیروي

ته راته واېئ چې ته چوپ ولې ېې؟

ته مې له مړ وجوده ژوند غواړې نن؟

واه، زه خو حیرانه یم چې څه ووایم

چا چې مرې باندې لاسونه راته

او غرغره په دار تړلې یمه

نن ترانې راکې د ژوند لټوۍ؟

 

 

افسانه

دلته په کرښو د نصیب کې زما
ستا د وصال قلم ونه وهل شو
دلته مې سترګې ستا د لار په رنجو
چیرته سینګار نه شولې
ای د زړګي بلبله څوپورې به
ستا زمزمې په غوږو ګونګې ژاړې
څو به مې ژوند له ژونده ساه پټوې
څوبه مې کورکې د یادونو پاېئ؟
څوبه د زړه بلبل قفس کې بنده
ستا د ارمان په سلګو ورځ تیروې؟
دلته مې سترګوته دا وښودل شول
چې مې دهیلو بڼ اوبه وساتي
او ستا د شوڼډو د ګلاب په غیږ کې
د ارمانو مچکې و زیږوي
هو!!
اوس زه پوه شوئ یمه!
اوس زه پوه شوئ یمه!
چې ستا سوچونو نن زما په سر کې
واړه ښارونه د کیسو جوړوي
هلته شیرینه د فرهاد مینه کې
صرف انتظار پاتې ده؟
او د فرهاد د فریادي مینې نه
صرف ورته غږ رارسي!
څومره عبس خواري ده؟
زما کیسه د مینې
صرف افسانه پاتې شوه؟
رڼآ.م

قیمتي ټکی

 مینه هغه سپیڅلې ډالۍ ده چې هرڅوک ېې د پوهیدلو توان نه لري، هغه ارزښتناکه کلمه ده چې هرڅوک ېې نه شي رانیولې.

 او هم هغه ټکی ده چې هر څوک ېې د اوریدلو ارزښت هم نه لري.

 

نور څه نه غواړمه

ته لکه اوښکه په ګریوان شه نوربه څه غواړمه

خیر دی زما د نظر شان شه نور به څه غواړمه

ګوره زما سوې ټټرد مینې ګل سوځوي

ته ورته للمو کې باران شه نور به څه غواړمه

ګوره کافره شوه ناره د نیمخوا زړګي مې

ته د بلال په خوله اذان شه نوربه څه غواړمه

پرې چې نیمګړې مې دزړه هره کیسه پاتې شي

ته مې په سترګو ارمان شه نور به څه غواړمه

د نظر خیال مې د میوند ملاله بیا لټوې

ته ېې ټپه د یې قربان شه نور به څه غواړمه

د رڼا ژوند درته لمن کې وینې سرې ژړوي

ته ېې ټکور ته ېې درمان شه نور به څه غواړمه

رڼا.مومند