Month: August 2018
احساس
ورک دې هغه زړه شي چې ېې ته بولې
درد باندې د بل چا چې دردیږي نه
څه به دې احساس (رڼا) د زړه کوم
ښو ته چې د نورو خوشحالیږي نه
(رڼا.م)
مورجانې
ټوټې مې چې د زړه شوله هینداره، ورنه لاړئ
اوس ولویده زما د زړه له کاره، ورنه لاړئ
لږ صبر چې دې خاورې د قدم په سترګو موښم
په اوښکو چې تیاره شوه زما لاره، ورنه لاړئ
که درد وو، که دې غم، که ژړا ټوله د تا وه
درنه د ژوند بیلګه شوله ناچاره ورنه لاړئ
ای سترګو ته ایسار هغه دیدن ته ولې نه شوې
دا داسې له دنیا نه په تلواره ورنه لاړئ
مورجانې، تړمې اوښکې د (رڼا) نن درته وايي
نارام زړه دا زما ته وې، قراره، ورنه لاړئ.