قرار

سترګو کی سینګار به اشنا تاله وي

زړه کی به قرار نن اشنا تاله وی

ګرم نه یم قصور زما دزړه نه دی

غږ می په رویبار نن اشنا تاله  وي

خود به می مطرب دزړه ژړا کوي

ترنګ یۍ د ستار نن اشنا تاله دی

چیرته که کفن راباندی خور شی بیا

خدای چی انتظار نن اشنا تاله دی

ستا دمینی لاس چی ورته ورسی

غاړه کی می هار نن اشنا تاله دی

چیرته به درمل ورته په کار راشی

زړه راته بیمار نن اشنا تاله دی

نن

سر خو می په دار نن اشنا تاله دی

څومره انتظار به اشنا تاته کړم

ته ماته ووایه

ته خو د لیرو فاصلو ملګری

ته خو د لمر د زیړو وړانګو غیږ کی

ته د سپوږمی د سپينو هیلو لاس کی

ته خو د شین اسمان لیمو کی ناسته

ته خو دستورو د ځلا وو سره

ته خو د شپو په خوبولی رنګ کی

ته خو په غیږ کی د وریښمنیو شیبو

ته خو په خیال د ارمانو کی اوسی

او زه؟

زه خو په لمر کی سوځیدلی مین

زه خو د اوښکو د مسیر مساپر

بس  د شینکي اسمان سلام کومه

زه خو دزړه هغه غمینی غوټی

سپينی سپوږمی ته غوړمه اشنا

زه خو په نوم دمینی

خپل دزړګي  دخاطرو هر کلام

ستا د خیالی نظر د ستورو زړه ته

د شوڼدو لاندی زنګومه غوندی

زما  د سترګو د خوبو ښاپيری

د شپي د تورو بلاګانو په لاس

چیری به خوب کومه

ته ماته خپله وایه؟

څه فاصلی دی ستا او ما په منځ کي

د افاصلی به کله لڼډی نه شی

دا فاصلی به کله لڼدی نه شي

رڼا مومندی

حالات

د دیدن تنده می په ټوله دنیا ماته نه شوه

دبیلتونه شپه می د سحر په رڼا ماته نه شوه

ما وی ډالی به د ګلونو لمن ډکه دروړم

ستا په درشل کی می ناره دزړګی ماته نه شوه

ما خو ګیلی د زړګی تاته وی ساتلی ګله

ستا په لټوڼ کی اراده د سودا ماته نه شوه

څومره زخمی زخمی ځګر له دی حالاتو لرم

دزړګی خونه په ټک ټک د وفا ماته نه شوه

رڼا هر څومره که لمبه شول ارمانونه دزړه

سرکی نشه د هغه تللی اشنا ماته نه شوه