ريښتیا مینه

 

خوله کی چی راځی زما زما مینه

څو به یادومه دغه ستا مینه

سترګو  پام د یار د نظر وساتی

خدای چی رسوا کیږی د اشنا مینه

رنګ د ژوند می خوند د مینی واخیسته

څومره ښکلی ښکاري د اشنا مینه

تا سره د زړه یاری په غلا کوم

نه چی نظر نه شی دا زما مینه

ګرانه ماته ستا مینه قبوله ده

څه به کوم نوره د دنیا مینه

مینه کی دردونه هم خوندونه دي

څومره ښکلی ښکلی ده زیبا مینه

ژوند یی ټوله مینه شي په سترګو کی

زړونو کی چی پایی په ريښتیا مینه

راکړه د زړه لاس دی چی یی ښکل کړمه

تا سره نن کړی ده رڼا مینه

رڼا مینه

 

اعتراف

سترګو کی دی مینه د پخوا په شانی نه وینم مینه کی دی مینه د پخوا په شانی نه وینم                                          و سور ګلاب د هیلو رژیدلې په سپرلو وینم                                              و رنګ یی د فصلونو د پخوا په شان یی نه وینمو یا مې ړندی شوی دی د زړه سترګی زمانی سره یا خو یی  دردونه د پخوا په شانی نه وینم و خود به دوعدو قلا لرزیږی له بادو سره ټینګ چی یی قولونه د پخوا په شانی نه وینم یا می حوصلی دی ستړی شوی فریادو سره یا یی طوپانونه د پخوا په شانی نه وینم یا خو دزړګی هینداره ماته په غمونو شوه یا خو یی دردونه د پخوا په شانی نه وینم ورځ می  د اقرار ده رڼا تا له به یی ووایم ژوند کی مې خوندونه د پخوا په شانی نه وینو رڼآ مومندي

یو ځل می…

یو ځل می زړه ته ووایه چی ولي
رنګونه چی د ژوند دی رانه پټ کړل
خندا دی رانه یوړه
ژړا دی راته راکړه
ته لاړی رانه لاړي

هرڅه باندی په اوښکو
نوم ستا ده لیکل شوی
په هر نفس د خولی کی
نوم ستا دی ادا شوی
نو ولي.ولی.ولی؟
ايا زه دی هیره شوم
ما لاس دزړه درکړی وو ستا زړه ته
ما مینه له ازله ځار کړی وه له تانه
ما تړمی تړمي اوښکی
ستا پښو کی تویی ولی
خو پوه نه شومه ولي؟
تا پریښودمه داسی؟
دا ولئ؟

نن زړه نه یم بیزاره
هرپل د ژوند په لاره
نن خواره یمه خواره
چی ته راسره نه یی
له ژونده یم بیزاره
خو تا؟
ته چیرته رانه لاړئ؟
نن وایه راته وایه
ته ولی رانه لاړي؟

د زړه له دنیا لاړی
غمونه رامیلمه شول
بی تانه زما ګرانه
دردونه رامیلمه شول
ته چیرته رانه لاړي؟

دزړه ناره می ژاړی
بس تا را ځینی غواړي
ته چیرته رانه لاړي
ته چیرته رانه لاړي؟

ای تللیه مساپره
تا ولی داسی وکړل
د زړه کور می کړیږي
دا ستا په بیلتانه کی
لږ واوره رانه واوره
که څومره رانه لیری
ته پورته کړی ګامونه
دزړه د کور دننه
ستا یاد راته ژړیږي
او ستا دغه بیلتون به
د زړه مزل د عمر
په بیړه راته لڼډ کړي
او هلته به زه بیا هم
ستا هر قدم څارمه
ستا مینه یادومه
په مینه کی به مرمه
خو تا نه هیرومه
او بیا به په هرساه کی
په خوله زما همدا وی
د اولی .ولی.ولی؟

پیغام

کله چی شپه خپل تور سالو په اوربل

ښکته راخور کړی هلته

او د سپوږمی د خندا ډکه موسکا

داسمان شنی  لمن کی

خوره وره شي هګوره
نور ستا یادهم په ما راخور شي اشنا
ستا یاد؟
ستا یاد د ددغی سپوږمی د وړانګی په شان
د تورو شپو په زړه را وځلیږي

نور ماته هم

نور ماته هم
ستا یاد همداسی
ستا یاد همداسی  په تپی خیالو کی  څړیکه وکړي

او زما په ډک او په غمجن نظر کی

لکه بی وزله ځوریدلی ماشوم

بس راته وژړیږيي
باور په خدای وکړه ته

زما نه تللی ګرانه
چی ستا هر یو یاد راسره
لکه دا سپينی سپوږمی
زما په زړه خوریږي
او هره توره تیاره
د بیلتون وپاروي

ای زما تللی اشنا

غږ می ته اوری که نه

نن می پيغام دزړګی د هری څړیکی داسی

د شپي د توری لمن سپینو پایلو کی پریښي

او د سپوږمی په مخه درته لیکل غواړمه

د زړه ناره می واوره

سپوږمی ته ځیر شه ګله

چی ما کی څه لیکلي
لکه دا سپینه سپوږمی!
چی داسمان په زړه کی
راته موسکا کوینه
او دکلو دردونه
راته ژوندی کړی اشنا
په ما باور ولره
چی هر شپه همداسی
ستا په یادونو پایم
ستا په یادونو پایم

توبه

ستا له یاري نه می توبه ده نور دی نه یادوم

ګرانه په دی فیصله ده نور دی نه یادوم

ستا د رسوا مینی له لاسه راته ګوره اشنا

د زړه په وینو می شیبه ده نور دی نه یادوم

مینی په نوم دی نور باور دزړګی پاتی نه شو

د زړه کیسه می زیاتی مړه ده نور دی نه یادوم

ستا د نادودو په هر وار زما د سترګو تل کی

جوړه د اوښکو قافله ده نور دی نه یادوم

د زړه قاتله  نور دی نوم په ژبه نه یادوم

دا د رڼا درته وعده ده نور دی نه یادوم