اقرار

چاته ازار چاته قرار راولئ

چاته د اوښکو جوړ قطار راولئ

ژوندونه څومره بی انصافه ښکارې

نوم د نصیب کی ابتکار راولئ

چاته ور ړنګ کړی د یادونو کلې

چاته د مینی ډک بازار راولئ

چاته بیلتون میلمه دعمر پاتی

چاته ترڅنګه هغه یار راولئ

د زړونو حال هرچاته نشی بیان

پریږده په څه می په اقرار راولې؟

رڼا هر دم چی قلم پورته کړی بیا

د ژوند شیبی دی په اظهار راولئ

ماته هینداره

ما خو دزړه کلي د تا په نوم کړ

ما خو ته خان د زړه د کلي کړلي

ما خو ګوګل کې درته ځاي درکړلو

ما خو د خپلو سترګو خونو کې لا

ستا تورو سترګو ته کوټې جوړي کړي

ما درته سپين نیلی دخیال راوسته

چې په کی بار کم ستا دمینی پیټې

ما درته هره څاڅکه څاڅکه اوښکه

ستا قدمونو کی لوګۍ کړه اشنا

ما خو په لپو کی نیولی درته

د زړه ټوټه تاته ډالې د مینې

ما د ژوندون هره سپيڅلې شیبه

ستا په یادو په سجدو بوخته کړه

ما؟؟

خو تا؟؟

تا راته زړه باندي قدم کیښوده

او دخیالو نیلی دی ورغاوه

نن می دزړه هینداره ماته شوله

او زه یی بوخته د ټوټو په ټولو یمه

اوس می زړګۍ لکه د کب په شانۍ

ستا له جفا نه بس ټو پونه وهي

او ستا یادونه دابو په شانئ

صرف ورله ژوند ورکوي!

رڼا مومندي

 

نصیب

 

 

ګریوانه ماسره یاری وکړه نن

امیل د اوښکو مې قطار جوړ کړی

ساه می سینه کی ډوبه شوی ښکاري

د اشنا غم خو داسی بار جوړ کړی

 

ما ته سودا کی اندیښنی پاتی شوی

له غمه ډک یی راته ښار جوړ کړي

چیرته خو لاره دوريښمو نه ده

دزړه په لار دی څه تګلار جوړ کړی

پریږده چی ډوبه شی ډیوه دعمر

نصیب خوهسی راته دار جوړ کړي

رڼا لږ پام کوه خبر دی کړه ټول

له خولی راوتی دی اقرار جوړ کړي

ستا یاد

 

د شفق په خاموشی کی

د نسیم هره موسکا کی

د ګلونو په خندا کې

د ګلپاڼو په ښکلا کې

د باران په اوریدو کې

د بلبل په هر چغار کې

د ویشتلو په نارو کې

د شینکي اسمان په غیږکې

ماته یاد زما دتللې

کوچیدلي، صنم راشي

زړه می ډک شی په ژړا شي

بیا به خدای که په ما راشی

یویی یاد دی اویو زه یم

بس په ده می زړه دوا شي

یاد دی تل راسره مل وي

راپه یاد هغه خبره

غم دی له تانه وفا دار دی

ته کله کله غم دی تل راسره وینه

زمانه

لاره دهیلو مو اوږده  ښکاریږي

ډکه له اوښکو پیمانه ده ښکاریږي

عقل منطق او انسانیت تری درومي

څومره بی ننګه زمانه ښکاریږي

نښه دمینی او الفت ورکه ده

بس له مطلب سره چاره ښکاریږي

د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو

څه بازاري غوندی کیسه ښکاريږي

ویالې د حرص په هری خوا بهیږي

د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي

هریو نیوکه پر یو بل کوو نن

څومره ناوړه  سلسله ښکاریږي

مرغه دزړه له الوتو پاته ده

چوپه ګونګی دزړه نغمه ښکاریږي

خدایه، سبا ته راته ښکلئ کړه بس

که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي

رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي

د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی

رڼا مومند

د زړه جنازه

هره نغمه دزړګي تا لټوي

سرکی سجده دزړګي تا لټوي

نن بیا سیلاب سترګو د ځان بللي

هره پلمه دزړګي تا لټوي

نن په سلګوګوره له ما بیلیږي

پاتې شیبه دزړګی تا لټوي

خوله می دی ګونګه شي نورڅه ووایم

هره ګیله دزړګي تا لټوي

تا خو شړلئ له نظرنه یمه

ماته توبه دزړګي تا لټوي

تا چي پخپل لاس راته وشکوله

بیا هدیره دزړګی تا لټوي

د دی غمو په تروږمو کی ګله

دا توره شپه دزړګی تالټوي

رڼا رخصت راکه چې لاړم درنه

نن جنازه دزړګي تا لټوي

رڼا مومند