ولې؟

کله ناکله می سلګی خپه شي

کله ناکله مې دزړه دروازه

څه ناکراره غوندي وټکیږي

ستا د یادو په سترو کاڼو باندي

کله نا کله!

کله نا کله زړه رپیږي داسي

لکه چنار چی طوپان وښوروي

داسی می زړه ستا د یادونو ګذار

سم له ریښی سره راولرزوي

او د زړګی له هر ټکانه سره

بریښنا په زړه د اسمان وغړمبیږي

او په شر شر سره باران راتوی شی

زما د سترګو له شینکي اسمانه!

کله نا کله، ګله!

داسی چمونه ستا یادونه کوي

ماته خو ووایه چی ولی ولی؟؟

رڼا مومند

ګنهکار

ستا په انتظار په ژوند کی پاتی شوم

څومره ناقرار په ژوند کی پاتی شوم

وخته ګونګوسی دی راته ونه کړی

تاسره په لار د ژوند کی پاتی شوم

ژیړ عمر می رنګ د خزان واخیسته

څومره بی بهار په ژوند کی پاتی شوم

څوچی اوسویلی می ننواتی کړل

هومره په انګار په ژوند کی پاتی شوم

تا چی هومره ماتی کړی وعدی د زړه

زه په اعتبار په ژوند کی پاتی شوم

هومره چی پیالو سره اشنا شومه

هومره زه خمار په ژوند کی پاتی شوم

یار سره چی څومره زه نږدی شومه

هومره زه بی یار په ژوند کی پاتی شوم

څومره چی سجدو ته په زنګون شومه

هومره ګناهکار په ژوند کی پاتی شوم

څومره چی نیمګړی شو مقصد د زړه

داسی  زه په لار د ژوند کی پاتی شوم

 

 

پوه نه شومه

ته رانه لاړی په راتلو داسی زه پوه نه شومه
ستا ددی ژوند په څو شیبو داسی زه پوه نه شومه
فانی دنیا دا څه ژوندون داڅه کیسه ژوندون
زړه می ټڼآکه په ګیلو داسی زه پوه نه شومه
خدایه له تانه ګیله منه شمه کله کله
ستا په رازونو عجیبو داسی زه پوه نه شومه
ټوټی زړه می د هجر په ویر پاتی نه شو
چیرته دیار په اسویلو باندی زه پوه نه شومه
وایه رڼا ولی ډیوی سره اشنا نه یی ته
ټيڼګه په غیږ کی د تیارو داسی زه پوه نه شومه

کاشکی می…

کاشکی می بیا یو ځل لیدلی شولی
کاشکی می غوږ درته نیولی شولی

کاشکی می په سترګو کی یوځل درکتلی شوی

کاشی چی می په شوڼډو کی یو وار درته خندلی شوی

مانه تللی تللی ته ای دلیرو لارو نه

کاشی چی می په زړه درته یو ځل ځاریدلی وی

اوښکی می نن تا لټی تاسره رازونه کړی

کاش چی مخ دیار ته می یوځل ژړیدلی وای

ویره دبیلتون راته هیره له زړه وتی وه

کاشی چی په ژوندون سره دومره پوهیدلی وای

کاڼه زړونه

زما په مینه کی سر زوره یاره
وایه تر څو به دی ظلمونه وینه

وایه تر څو به دا درانده پيټی

ستا د نادودو ناکردو داسی  زه

داسی په سر لکه کوچی پښتنه

کښته او پورته وړمه؟

وایه تر کومه او تر څو پوری به
ستا سړه مینه د پښتو په نامه
وایه تر څو به د رواج زولنۍ
زه په تنکیو او زخمی منګولو

د ژوند په مخ ګرځوم

ای زما یاره نن د ننګ په نامه
زما د زړه ټوټه تر کومه پوری
د بل قدم کی قربانی وګورم
وایه تر څو به زه له خپله یار

دومره بارونه  په کاروان دلار کی

د ژوند په نوم او رواج په نامه
وایه تر څو به د نادودو پيټي
درانه درانه په ملا پورته وړمه
په خدای قسم دی چی یوه ورځ به

دغه بی رحمه او درانه بارونه

زما د ژوند  نری ملا ماته کړینه

خو دا کڼه او دا ړڼډه زمانه

د رواجونو او دستور سالو په مخ واړوي

او دا د کآڼو په شان زړونه یاره

زما د ژوند د ماتی ملا انګازی

فریاد او کړس وانه وري