چیرته؟

اوس دی یادونه اشنا چیرته یوسم

د زړه دردونه اشنا چیرته یوسم

یا لیونې غوندې خندیږمه زه

یا دی فرقت کې څه ځوریږمه زه

یا لوبوم زړګی ماشوم په شانې

یادي په لاره کې ژړیږمه زه

خدایه د زړه بارونه  چیرته یوسم

دا دې اشنا  یادونه چیرته یوسم

 

ما په زړګي لکه تاویز ساتلې

هره شیبه هره ګړي د ژوندون

ما له خپل زړه سره ویشلې ګوره

هر ګیله هره لړی د ژوندون

نن یې ټوټې دومره بې شماره شولې

د مات زړګي غمونه چیرته یوسم

دا داشنا دردونه چیرته یوسم

 

سترګې مې ستړې ستا په لاره شولې

ستا  درغجنو بې وفا لفظو ته

اوښکې مې لار په ټټر جوړي کړلې

ستا درراتلو سره سبا وعدو ته

وایه د سترګو شین اسمانه زما

دغه رسوا رودونه چیرته یوسم

دا د اشنا دردونه  چیرته یوسم

 

څومره په زړه څومره په خوله راځي نن

ما ته هر دم ستا د یادونو لړې

څومره  په زړه یا  په لیمه راځې نن

ماته د هغو ماښومونو لړي

ای د رڼا دزړګې خیاله وایه

نن مې د زړه داغونه چیرته یوسم

د خپل اشنا دردونه چیرته یوسم؟

 

 

 

 

 

کاشکې

 

کاشکې دی اوښکه شم لیمو کې درته وخاندمه 

کاشکې دی رنګ شم اننګو کې درته وخاندمه 

ژونده هر څومره تا زما سره که قصد نیولې 

کاشکې خوره شمه سلګو کې دی درته وخاندمه 

د اشنا یاده که هر څومې دم په دم ځوروري

کاشکې نشه شم په کاسو کې درته وخاندمه

خیردې که تا مې سپینه ورځ ته تور سالو په سر کړ   

کاشکې مشال شمه تیاروکې درته وخاندمه 

تا خو هرڅومره که دردونه راپه لار کرلې 

کاشکې غاټول شم په سپرلو کې درته وخاندمه 

په وینو رنګه ای زما د زړه غزله واوره

کاشکې ناره شم په نغمو کې درته وخاندمه

رڼا هرڅومره که ناښاده ستا د زړه کیسه شي

کاشکې موسکا شم په غمو کې درته وخاندمه 

رڼا مومند

 

کله راځې

سپرلې راغې په کلې خو جانان کله راځي

یادونه يي راځې خو هغه شان کله راځي

ګلان مې د خاطر په غوړیدو شو لویه خدایه

 د هیلو بڼ لپاره مې باغوان کله راځي

هرګل ته سترګي سترګي ټول بدن شو له هوسه 

ټکل د ژوندانه ته مې کاروان کله راځي

ما اوښکې سپیلنې کړی په ګلونو د سودا کې

زما دسوي زړه هغه درمان کله راځي

غوټې د تخیل مې له ګلونو نه ټپوس کړي

زما د مینې رنګ د ارغوان کله راځي 

ژوندون به داسې تیر شې لکه دا د سپرلې فصل

 ای ربه د زړه کور ته مې ارمان کله راځي

 

 

 

 

د انصاف جنازه

زما په سترګو کې خزان دی په بهار د ژوند کې

ما هر ارمان په زړه ویده پريښې په  دار د  ژوند کې

د پلو پيڅکې کې مې غوټه حوصلې پرتې دې

څاڅکې د اوښکو او ګیلې  د  زماني پرتې د ې

زما د اوښکو ډیوې تاته نن رڼا جوړوي

له هرې څړیکې د زړګي نه چې ښکلا جوړوي

څومره افسوس دی چې دی سترګو لا مینه نه شته

د زمان رنګه ستا بې ساه بدن کې وینه نشته

وخته د مهر او وفا په ځاې څپیړ راکوې

د اوربل سور ګلاب په ځای چې راته زیړ راکوي

ګوره هوا ، بی بی مریم یا خدیجه وه ښځه

یا خو ناهیده،یا ملاله زرغونه وه ښځه

څومره پیاوړی، څه سپیڅلي مي دنیا یادوي

دلته خو ښځه په سلګو سره نن دا یادوي

زما په نوم زما په مینه کې اقرار اوسیږي

خوښه د تا ده چې دی څومره اعتباراوسیږي

مه وژونه ما کې د ژوندون او د رڼا خوبونه

مه ورانوه  د زړه په کلي کې زما خوبونه

نه یم تورسره نه د کور او نه د ګور لپاره

زه یمه اتله د کاروان د هریو لور لپاره

ته اعتبار وکړه بې مانه  ژوند معنې نه لري

که ېي لري خو په تیارو کې بیا رڼا لري

هلته چې څوک لا د انصاف په جنازو  ژړیږي

هلته به ژوند د ژوند له لاسه په سلګو ژړیږی

رڼا

  چاته د…

 

 

چاته د عمر په خزان کې سپرلي پاتي نه شول

چاته د ګلو په باغچوکې اغزي پاتي نه شول

چاته مو اوښکې شوی په تړمو بارانو بدلې

چاته په خوله کې د عمرونو خندې پاتې نه شول

د زړه تصویره په کې ځیر شه چې ژوندون وګورو

نه مو خندا شوه نه د اوښکو کډولي پاتي شول

 

مینه

څومره خپه د زړه مرغه چغیده

کله چې سترګي د اشنا ژړیدې

ګرانه ژوندون راته سودا ښودله

څومره تیاره زما سبا ښکاریده

خدایه، کمال د زړه د مینې څه دی

یار چې خوږیږی زړه زما دردیږي

څه عجیبه ده مینه څه ده خدایه

څومره ده ښکلې بې سینګاره سره

د یار په سترګو کې دنیا ښکلې ده

خو چې خپه هغه جانان وینمه

قسم خپه دا ټول جهان وینمه

مینه ډالې ده د دو زړونو سودا

مینه نړې ده د خوندونو سره

خدایه که ژوند یوه شیبه وي زما

زه درنه مینه په زړګي غواړمه

چې د اشنا مینې تویی هم شی

زه قربانې د زړګی وینه غواړم

 

  لامې د…

 

 

لامې د سترګو په انځور کې د جانان نښه ده 

لامې د اوښکو په څپو کې د باران نښه ده

 شوڼډو مې چیرته له خندا سره اشنا نه شولې

لا په سلګو کې د یتیم ماشوم افغان نښه ده

 دا چې د زړه هره ناره مې له فریاد سره ده

دا مې څیرې ځوریدلي سره ګریوان نښه ده

هر یو 

ماشوبتوب

پرون د خیال په وزرو ناسته ومه
څه لرۍ لرۍ له دنیا نه لرۍ
ځان ته می جوړه وه دنیا د مینه
څه عجیبه غوندی تصویر ځلیده
یواځی زه وم او یوته په کی وی
د خندا ناوې مو میلمه په کور وه
اسمان په کټ کټه خندا کوله
دغم تصویر تری کوچیدلې ونه

پرون د خیال په وزرو ناسته ومه
جامې د حورو می په تن کی وینه
د اوښکو جام ټوټې ټوټې ښکاریده
مینه ښکلا زما په خوا ګډیده
د لمر په سترګه کی د نیا ځلیده
سولې صفا واړه فضاه نیولې
اسمان په کټ کټه خندا کوله
دغم تصویر تره کوچیدلی وونه

پرون د خیال په وزرو ناسته ومه
ماشومی هیلۍ لوبیدلې داسې
ما له شمتلو نه چارګل جوړاوه
ته له خندا نه تش په ځمکه پروت وی
تا د غنمونه ګیډی جوړه کړه
ما درته سره غوټې دګلو پورته
ستا په شمله ستا په پګړی کیښوده
تا راته سترګو کې دنیا راکړله
هغه دنیا کې چې دردونه نه وو
هغه دنیا کې چې دنیا خندیده
هغه دنیا کې چې غمونه نه وو

پرون مې زړه نغمه د ژوند بلله
پرون مې خوند د مینې رنګ درلوده
څه بې پروا د غم سودا ښکاریده
څه لالهانده بې پروا ښکاریده
څومره سپیڅلې مې ادا ښکاریده

نن عجیبه ده، چې هرڅه بدل دي
نه مې دنیا سره خندا پاتې ده
نه مې دخیال هغه فضا پاتې ده
نه مې وفا د خپل اشنا پاتې ده
هر څه،هرڅه بدل بدل ښکاریږي
ورانه د مینی مې دنیا ښکاریږي
څه په ژړا ستا په جفا ښکاریږي

اې ماشومتوبه ماله بیا راشه ته
اې دزړه خوبه ماله بیا راشه ته
داسې په لوبه یوځل بیا راشه ته
زه دا ریښتینی دنیا نه غواړمه
اې لیونتوبه په ما بیا راشه ته

ماشومه ښه وم له دنیا لیرې وم
غمه له تانه له سودا لیری وم
د یار له ظلمه له جفا لیری وم
بس ده یادیږي مې وختونه هغه
د زړه په رنګ سره ګلونه هغه
په للمو اورې بارانونه هغه

په کړاس خندا به وه ژړا به هلته
هره شیبه هیره له ما به هلته
وعده دزړه وه په ریښتیا به هلته
څومره رنګه مې وې شیبې د ژوندون
د زړه په تل هغه لمحې د ژوندون
رڼا چې تا په کې خاپوړې کړلې
ورانې دی نه شي دا کوڅې د ژوندون

رڼا مومند

خدایه

نن مې اسمان د وطن بیا څه خړ او پړ ښکاریږي

نن مې بوډی ادی د ګران وطن 

اوښکې به څه لره دریږي راته ووایه ته

نن مې ماشومې هیلی بیا دوطن ورژیدې

بیا مې بیوزله ماشومان په زړه سوری پراته دي

بیا مې اسمان د وطن توری خړی خړی وريځي رواړي

بیا مې کفن په سپین بدن د  خوار افغان غوړیږي

بیا مې ناره په چیغوچیغو د مورکي لوړیږي

نن مې لوند شوی تور پلو د مور په اوښکو ولې

نن مې مرګي زما په کور را میلمه شوی ولۍ

نن هدیري زما په مینه جوړې شوی ولي

نن مې دردونه په سینه کې پاتې شوی ولې

نن د جهان زړګي دا ماته کاڼه شوي ولې

نن عدالت زما په حال باندی ړوند شوی ولې؟

نن مې لښتې لښتې ځوانې ځوانیمرګ شوي ولې

نن مې فریاد دومره بې وزله خاموش شوی ولې

نن مې ارمان د بیوسیو سوځیدلې ولې؟

یا مې افغان، یا مې پردي په بیلابیلو نومو

نن په خپل کورکې واور په وار زه رټل شوی ولي؟

خدایه، ګیله زما له چانه شینه؟

خدایه، زه څوک له ګریوانه ونیسم

خدایه ګیله د سوی زړه د لمبو چاته وکړم

خدایه، ناره د ناروا نړی نه چاته وکړم

ته راته ووایه په څه باندی برباده یمه

ته راته ووایه تر څو به زه ناښاده یم

زما دسوو سوو هیلو ځواب ته راکړه نن

زه به تر څو پوري په زړه کې نامراده یمه

نن مې لمن د عدالت په لاس د تاپریښوده

نن مې سجده د هیلو تاته په خپل لاس پریښوده

ته مې ناره د ارمانونو په قراره واوره

ته راته ووایه چې لاره د منزل کومه ده

یواځي هیله په دی لاره کې له تانه لرم

که نه ته واخله دا کاروان د ماتمونو مانه

خدایه رضا دتا ده

زما ګیله واوره ته

قدرت د زړه مې ستا دی

نن ګیله من  یمه زه 

له دې کڼۍ دنیا نه ،ګیله می ستا خواته

خوښه دتا ده خدایه

زه خو ورک شوی یمه

په دریابو د غم کې

هرڅه مې تاته پريښي

رضا دی دتا ګورمه

رضا د تا ګورمه

دریابونه

زړکی مې دردونه شي بل څه نه شي

خوږ مې پرهارونه شي بل څه نه شي

ستا یاد خو اشنا څیری ګریوان ته زما

ستن شی او تارونه شي بل څه نه شي

ستا د دواړو سترګو له ښکلا سره

جوړ مې غزلونه شي بل څه نه شي

ای د زړګی مینې ستا له شرنګ سره

خیال کې مي سازونه شي بل څه نه شي

ستا د بیلتون غم چې ژوندون وګوري

مړه مې ارمانونه شي بل څه نه شي

سترګو د دنیا ته چې زه ځیر شمه

ستا کې تصویرونه شي بل څه نه شي

سترګو د رڼا اوښکو ته پام نیسي

نه چې دریابونه شي بل څه نه شي

رڼا مومند