ګیله

خدایه سینه کی دی چی زړه راکړی
نو بیادی غم ماته په څه راکړی؟
یو خوا دی مینه بل دی یار راکړلو
بل خوا دی داغ دبیلتانه راکړی
انسان ته ژوند له حادثو سره دی
نصیب دلار دی عجیبه راکړی
یا می ژړا یا می خندا په لاره
یا دی دردونه په سینه راکړی
خود به شفق دلیمو رنګ ګرځوم
د اوښکو بار دی په باڼه راکړی
دایرو څلی به ګوګل کی وړمه
تا چی په عشق کی سوځیده راکړی
زه دی معما درازکی ورکه یمه
ولی ترخو کی دی خواږه راکړی؟
رڼا مومندی

Leave a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.